د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه مقاله کې ویلي،اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په خبره یې دوه اړخیزه اړیکو کې د ټولو ګټې دي.
متقي په دغه مقاله کې چې د وزارت پر ویبپاڼه خپره شوې،ویلي، افغانستان کې بې ساری فرصت رامنځته شوی،ترڅو ټول هېوادونه ورسره تعامل ته ننوځي.
متقي زیاته کړې:« پوهېږو،چې اوس مهال نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په پایله کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده. د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي.»
متقي په دغه مقاله کې ویلي،د اوسني خراب اقتصادي وضعیت لوی لامل د امریکا له لورې د افغانستان پر مالي او بانکي سیستم لګېدلي محدویتونه دي،چې باید ژر تر ژره لرې شي.
متقي زیاتوي:« افغانستان کې شته بشري وضعیت زموږ او د نړۍ ګډ انساني مسوولیت دی. په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو یو اساسي لامل زموږ پر مالي او بانکي نظام د متحده ایالتونو له خوا لګېدلي بندیزونه دي،چې زموږ ډېری ملکي او بشري پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت اساسي حل دا دی،چې د افغانانو پر مالي او بانکي نظام بندیزونه لرې کړل شي او فرصت ورکړل شي،چې افغانان پر خپلو ظرفیتونو او ابتکارونو د بشري ستونزو حل راوباسي.»
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه مقاله کې ویلي، بې ثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په تاوان دی او اوسني نظام سره باید د یوه خپلواک هېواد په توګه چلن وشي.
هغه زیاته کړې:«موږ په خپل وار د ډاډمن امنيت او سياسي ارادې له پلوه له هر هېواد سره د ګډو منافعو پر بنسټ شراکت ته چمتو يو. په خپلو پښو ولاړ افغانستان د هر چا پر ګټه دی او له پښو لوېدلی افغانستان د ټولو پر زیان دی. نړۍ باید له اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې رامينځته او له افغانستان سره د يوه خپلواک هېواد په توګه چلن پيل کړي. بديله لاره او د تیرو ناکامو تجربو تکرار د هېچا پر ګټه نه ده.»
امیرخان متقي تر دې غوښتنو ور اخوا دغه مقاله کې د هغو لاسته راوړونو خبره هم کړې ،چې د اسلامي امارت له لورې په تېرو نږدې ۱۸ میاشتو کې تر سره شوي دي.
له نشه یي توکو سره مبارزه، د امنیت ټېنګښت، د تېر حکومت ۵۰۰ زرو کارکوونکو ساتل او یو شمېر نور هغه موارد یاد شوي دي،چې اسلامی امارت یې لاسته راوړنه یادوي او دې ټولو ته په کتو له نړۍ د همکارۍ غوښتنه کوي.