د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ولسمشر محمد اشرف غني له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره ټلیفوني خبري کړي دي.
د چین ولسمشر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي، هېواد یې په ټوله مانا د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد په سوله او امنیت کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ولسمشر شي په خبره، چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړ کوي او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.
هغه همدا راز له ولسمشر غني سره ژمنه کړې،چې د کرونا یو میلیون دوزه نور واکسین به هم افغانستان ته ولېږي.
ولسمشر غني هم په دې تلیفوني مکالمه کې د سولې له پروسې سره د چین همکاري اړینه بللې او هغه یې د افغانستان ښه ګاونډی هېواد بللی دی.
Discussion about this post