د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو رسنیو ته ویلي، چين ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پيلېدو سره په تېرو درې اونیو کې ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
د مالوماتو له مخې، تر دې دمه له افغانستانه چین ته لس پروازونه شوي، چې په کې ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
د یو اټکل له مخې، د روان کال تر پایه به له اتو تر لسو زرو ټنو جلغوزي چین ته صادر شي او له درکه به یې نږدې یو میلیارد ډالرعاید تر لاسه شي.
څو ورځې وړاندې د چین په یوه نړیوال فېسټیوال کې د افغانستان د جلغوزیو ۱۲۰ زره ډبي، چې ټول وزن یې ۲۶ ټنه ته رسېده په ۱۰۰ دقیقو کې انلاین خرڅ شول.
افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې چین ته د هوايي دهلېزونو له لارې د جلغوزیو صادرات پیل کړل.