په پکتیا ولایت کې صنعت کاران له اسلامي امارته غواړي، چې د صنعتي پارک ټوله ځمکه تصفیه او د یو جریب ځمکې بیه چې مخکیني حکومت ۲۹ زره ډالر ټاکلې راټیټه او د پارک د احاطې دیوال او سرکونو جوړېدو چارې بېرته پیل کړي.
د صنعت کارانو ټولنې مشر فضل الدین جلالزی وايي، له ۱۳ کلونو راهیسې د صنعتي پارک جوړېدو پر وړاندې شته ستونزې نه دي هوارې شوي او چارې یې ځنډېدلي دي.
جلالزی زیاتوي:« زر جریبه ځمکه موږ تصفیه کړه، اسناد یې جوړ شول، خو د دولت د غلطې پالیسۍ له امله د یوه جریب ځکمې بیه یې ۲۹ زره ډالره ټاکلې وه. چې بېرته هر څه پر ټپه ودریدل، ځکه دا بیه ډېره لوړه ده.»
صنعت کاران وایي، که اسلامي امارت د صنعت غوړېدل غواړي، نو د صنعتي پارک او برېښنا ستونزې دې هوارې او د دوی امنیت دې ټینګ کړي .
صنعت کار رحمت الله راشد وايي:« د پکتیا صنعتي پارک باید جوړ شي، ځکه په دغه ولایت کې صنعت د غوړېدو او پراختیا په حال کې دی او باید حکومت همکاري وکړي.»
صنعت کار بشیر احمد بیا وايي:«له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې ځای راکړي، برښنا راکړي او امنیت مو خوندي کړي، ترڅو په ارامه فضاء کې خپلې چارې پر مخ یوسو.»
د اطلاعاتو او کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي، اسلامي امارت د صنعتي پارک د چارو پیل کېدو ته لیواله دی او په وینا یې د ځمکې تصفیې ستونزه به په نږدې راتلونکي کې هواره شي.
احمدزي زیاته کړه:« د صنعتي پارک جوړېدو چارې پیل کېدونکي دي، خو له هغه مخکې باید ټوله ځمکه اعلان ته وسپارل شي، که څوک یې د ملکیت دعوا ولري، د هواري لپاره یې اقدامات تر سره شي.»
پکتیا کې د صنعتي پارک لپاره ۲۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د املاکو ستونزه یې په بشپړ ډول نه ده هواره شوې او څو میاشتې وړاندې یې د احاطې دیوال جوړېدو چارې هم پیل شوې، خو بېرته وځنډېدې.