د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، له شاوخوا یوې لسیزې انتظار وروسته نن د شاه او عروس بند کې د اوبو ذخیره کولو پروسه پيل شوه.
د یادې ادارې په وینا، شاه او عروس بند، چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې یوه له لویو پروژو څخه دی، د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري.
شاه او عروس بند د ۱.۲ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبوي، د کال به ۳۳ ملیونه متره مکعب اوبه تنظیموي او دغه راز ۹ میلیونه متره مکعب اوبه به ذخیره کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، چې د دغه بند د جوړولو چارې بشپړې او نن یې د اوبو زېرمه کولو لړۍ پيل شوه.