د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې نه پالي او تر څنګ به یې تاوتریخوالی کموي، خو په خبره یې طالبانو نه یوازې دا چې له القاعده ډلې سره یې اړیکه نه ده پرې کړې، بلکې د دغې ډلې کوربتوب کوي.
حنیف اتمر ویلي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او نه یوازې دا چې جګړې یې کمې کړي نه دي، بلکې شدت یې پکې راوستی.
اتمر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو پر کړنو غلي پاتې نه شي او پر وړاندې یې اقدامات وکړي.