Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

متقاعد افسران: له تېرو څو کالونو راهېسې پیسې نه دي راکړل شوي.

admin by admin
2021/06/22

په پلازمېنه کابل ښار کې یو شمېر متقاعد افسران را ټول شوي،د کورنیو چارو او د ملي دفاع  له وزارتونو  د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

دغه متقاعد افسران وايي، د ریفورم او کوپراتیف پیسې د حکومت له لوري کورنیو چارو وزارت ته ورکول شوي او له تېرو څو کلونو راهیسې نه دي ورکول شوي.

د متقاعد افسرانو د ټولنې یو تن غړی وايي:« د ۶۰ تمې مادې له مخې، مو د ټولو متقاعدینو حقونوغوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې هېڅ هم نه دي شوي. اصلا په کورنیو چارو وزارت کې هېڅ قانون شتون  نه لري.

د کورونیو چارو وزارت  غواړي، چې د متقاعدینو ټول حقوق له منځه یوسي. »

دغو افسرانو نیوکه وکړه،چې ولسمشر اړونده ادارو ته د ریفورم او کوپراتیف پیسو د ورکولو په تړاو حکم هم ورکړی، خو په خبره یې د  کورنیو چارو وزارت یې په اړه ګام نه پورته کوي.

په ورته وخت کې دوی خبرداری ورکړ،که حق یې ورنه کړل شي، لاریونونه به پیل کړي.

د متقاعد افسرانو ټولنې غړی وايي: «  هغه کسان چې د برحاله وظیفې پر مهال ریفورم شوي ول، په داسې حال کې چې هغه مهال کوم کسان ریفورم شوي ول، تنخوا یې لوړه وه. هغه تنخوا یې هم له موږ خوړلې او نه ده راکړل شوې. »

د افغانستان د متقاعدو افسرانو ټولنه وایي، د هر ساتنمن له تنخوا د کار له پیله د کاري دورې تر پایه پورې ګرځول شوې یو اندازه تنخوا یا کوپراتیف پيسې یې حق دی او له اړونده ادارو غواړي،چې پرر وخت یې ورکړي، خو کورنیو چارو وزارت په دې تړاو له خبرو کولو ډډه و کړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist