Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان: افغانستان کې سیاسي هوکړه د ائتلافي حکومت د جوړیدو مانا لري.

admin by admin
2021/06/22

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستانه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید په افغانستان کې سیاسي هوکړه وشي او داسې حکومت جوړ شي، چې طالبانو ته په کې برخه ورکړل شوې وي.

 خان له اکسیوس ویب سایټ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان کې سیاسي هوکړه د ائتلافي حکومت د جوړیدو مانا لري، چې په خبره یې داسې حکومت، چې طالبان او نورې ډلې په کې شاملې وي.

هغه زیاته کړې، له طالبانو سره له ائتلافي حکومت پرته، افغانستان د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ کیږي.

د خان په خبره، که طالبان د بشپړ واک په لټه کې شي، دومره وینې به تویې شي، چې باور به یې نه کېږي او په وینا یې له افغانستان وروسته که بل کوم هېواد ډیر زیان ګوري، هغه به پاکستان وي.

په ورته وخت کې خان وايي، پاکستان چمتو ده، چې په افغان سوله کې له امریکا سره د یوه شریک په توګه کار وکړي.

د عمران خان له دې څرګندونو وړاندې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي ول، که د افغانستان ستونزه د خبرو اترو له لارې حل نه شي، د کورنۍ جګړې ګواښ به ډېر شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist