امنیتي سرچینې وایي، چې طالبان نن سهار د کندز ښار حوزوي روغتون ته رسېدلي دي.
دغه سرچینه وایې، چې طالبانو سرحدي ښارګوټی شېرخان بندر هم نیولی دی.
د سرچینې په وینا، یوازې چهار دره ولسوالۍ او کندز ښار د افغان ځواکونو په واک کې دی.
د کندز اوسېدونکي اندېښنه لري، چې د کندز ښار نورې سیمې به هم سقوط شي.
امنیتي چارواکي په دې تړاو له رسنیو سره خبرو کولو ته نه حاضرېږي.