سرچینې وايي، پرون شپه وسله والو طالبانو میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه کنډک ته کیندل شوي تونل ته چاودنه ورکړې، د کنډک یوه برخه ویجاړه شوې، خو حکومتي سرتېرو ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.
د سرچینې په خبره، تر یادې چاودنې وروسته سيمې ته هوايي ځواکونه رسېدلې، طالبان یې په نښه کړي، چې پایله کې یې ۳۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو بیا په یوه تازه خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې، چې دغه ولسوالي یې تر سختې جګړې وروسته نيولې، پکې مېشت حکومتي ځواکونه ترې تللي او دوی ته ګڼ شمېر وسلې او مهمات په لاس ورغلي دي.
په دغه ولسوالي کې له تېرو پنځه میاشتو راهیسې پرلپسې جګړه ده، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړي د سيمې پرېښودو ته اړې شوي دي.