ځایي سرچینې وايي، تېره شپه د شملزو ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت ودانۍ او نورې ټولې دولتې ودانۍ تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته طالبانو ونيولې.
د سرچینې په خبره، یاده ولسوالۍ کې مېشت سرتېري د ځايي اوسېدونکو په منځګړیتوب د ډېورنډ کرښې په صفري نقطه کې د ځنځیر سيمې کنډک ته تللي دي.
د شملزو ولسوالۍ په سقوط سره د زابل ولایت د سقوط شویو ولسواليو شمېر ۹ ته ورسېد.
دا مهال د دغه ولایت یوازې شهرصفا ولسوالۍ او کلات ښار د حکومت په ولکه کې دی.