په کابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د یوې خبري ناستې پر مهال د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ووروستۍ څرګندونې وغندلې .
صمیم وايي، پاکستان اوس هم خپلې ستراتیژیکې اړیکې په افغانستان کې تعقیبوي او د یوه ښه ګاونډي په توګه یې احترام نه دی کړی.
هغه وايي، پاکستان نه غواړي چې افغانستان ملي حاکمیت ؛ دایمي سولې او پرمختګ ته ورسیږي.
صمیم زیاته کړه: « د پاکستان ستونزه دا ده، چې له ځواکمن افغانستانه وېره لري. پاکستان غواړي، افغانستان په داسې حالت کې واوسي،چې نه یې ملي حاکمت پر ځای وي، نه یې ځمکنۍ بشپړتېا ته څوک احترام وکړي او نه د خپلو ملي منافیعو د دفاغ وس ولري.»
سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وایي، د شاه محمود قریشي ویناوې د طالبانو د ویاند په ډول وې.
صمیم په افغانستان کې د طالبانو د رهبرۍ حضور رد او پاکستان کې د کویټې شورا یې د طالبانو د رهبرۍ ښکاره حضور یاد کړ .
صمیم وايي: « شاه محمود قریشي ادعا کوي، چې د طالبانو رهبري په افغانستان کې ده. حال دا چې د طالبانو رهبري په ګویټه کې ده. د کویټې شورا یې ښه بېلګه ده، چې د افغانستان ټول ولس ترې خبر دی او هم ټول نړیوال ترې خبر دي. له هغه ځایه جګړه رهبري کوي،چې له دې څخه هم د پاکستان نیت ښکاري. د افغانستان د جګړې مړي کویټې، پیښور، میرانشاه او نورو ځایونو ته لېږدول کېږي. »
شاه محمود قریشي څو ورځې وړاندې له یوې افغاني خصوصي رسنۍ سره په مرکه ویلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمي او نړیواله توګه پیژندل شوی سرحد یاد کړ، چې په اړه یې له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.