سرچینې وايي، افغان ځواکونو د کندهار میوند ولسوالۍ له ۳ میاشتنۍ محاصرې وروسته طالبانو ته پریښې او له ولسوالۍ څخه لیرې په میراخور سیمه کي د ملي اردو لوا ته تللي دي.
سرچینه وايي، تېره شپه طالبانو میوند ولسوالۍ ته په څو مترۍ کي د شاهراه کنډک ته ایستل شوي تونل ته چاودنه ورکړې او وروسته يې پر ولسوالۍ بریدونه کړي، چې پر مهال یې د یادې ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او ټولې دولتي ودانۍ طالبانو نيولي دي.
امنیتي ځواکونو له تېرو څو میاشتو راهیسي د هوايي او ځمکنۍ همکاري غوښتنه کړې وه، خو مرسته یې ونه شوه.
د تېره شپې په جګړه کي امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي، خو دقیق شمېر يې نه دی. مالوم
د ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي لالا هم څو ورځې وړاندي پر دغې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو کې ټپي شوی و او نور سرتېري هم په ټپي حالت کې پراته وه، خو د درملني لپاره مرسته نه ده ورسره شوې.
وسله والو طالبانو هم ادعا کړې، چي تېره شپه يې میوند ولسوالۍ سقوط کړې او ټول مهمات او وسایط يې نیولي دي.