د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت وايي، نوی ټاکل شوی، د بهرنيو چارو وزير يائیر لاپېد به د روانې مياشتې په ۲۹ متحده عرب اماراتو ته ځي او خپل سیال سره به لېدنه وکړي.
یاد وزارت وايي، لاپيد به متحده عرب اماراتو کې د خپل سفارت پرانيسته هم وکړي.
د وزارته په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مهمې دي، چې ګټه يې دواړو لورو او ټولې سيمې ته رسېږي.
د اسرائيل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سياسي اړيکو له رغولو وروسته دا لومړی ځل دی،چې د اسرائيلو کابينې غړی دغه هېواد ته سفر کوي.
اسرائيلو د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له متحده عربه اماراتو، بحرين، سوډان او ماراکو سره خپلې اړيکې ښې کړې، چې د زيات شمېر اسلامي هېوادونو له تندو نيوکو سره مخ شوې.