روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا ۵۳ زره او ۲۵۶ مثبتې پېښې یې ثبت کړي دي.
د وزارت په خبره،دا په تېرو ۸۸ ورځو کې د کورونا وبا د ورځنیو شمېرو تر ټولو ټیټه شمېره ده.
د نویو پېښو په ثبت سره پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۲۹.۸۸ میلیونو پورته شو.
دغه راز بیا په همدې موده کې د کورونا وبا له امله ۱۴۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر له ۳۸۸ زرو لوړ شو.
د امریکا له متحده ایالتو وروسته هند نړۍ کې دویم هېواد دی، چې کورونا مرګونې وېروسي ناروغۍ سخت ځپلی دی.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۸۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.