د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ته منسوب یوه لیک کې، چې تېره ورځ نشر شو راغلي، چې د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لري، خو یادونه یې کړې چې د دوحې هوکړه دې عملي شي.
د دې ترڅنګ ملا برادر لیکلي، د طالبانو پاتې بندیان دې ازاد شي او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تورو لیستونو څخه دې د طالب مشرانو نومونه لرې شي.
د برادر په لیکنه کې، د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ټولو افغانانو ګډون، برابرۍ او انډول ته هم اشاره شوې او زیاته کړې یې ده، چې دوی د اسلام دین او د افغاني ټولنې د دودونو په رڼا کې د نارینه او ښځینه وګړو ټولو حقونو د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او نورو ټولو ته ژمن دي.
نوموړي په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکړی، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانان دې پرېږدي، چې د خپلمنځي خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي او نه به هم د افغانستان په چارو کې چا ته د لاسوهنې حق ورکړل شي.
ملا عبدالغني برادر د بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو، مرستندویه ادارو او کار کوونکو د امنیت غږ هم کړی او له ځوانانو یې هم غوښتي، چې خپل وطن کې پاتې شي او خپلو چارو ته دوام ورکړي.