د مشرانو جرګې یو شمېر غړي پر امریکایي چارواکو نیوکه کوي،چې افغانستان د وضعیت خرابیدو ته لمن وهي.
د یادې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، په کابل کې د امریکا سفارت او نور چارواکي یې اعلامیې ورکوي،مهاجرت او کډوالۍ ته زمینه برابروي او داسې ښیي،چې افغانستان کې حالت مبهم لور ته روان دی.
مسلمیار زیاته کړه: « د امریکا سفارت اعلامیه ورکوي،چې ګاونډي هېوادونه دې دروازې خلاصې کړي. که د افغانستان حکومت سقوط شي، داسې کار دې وشي. دا یوه ستراتیژي ده، یوه برنامه ده، د افغانستان خلک باید پر دې پوه شي، چې دا یوه تپل شوې جګړه ده. »
د مشرانو جرګې غړو پر حکومتي مشرانو هم نیوکه وکړه،چې په خپلمنځي اختلافونو کې راګیر دي او هېواد یې هېر کړی دی.
دوی وایي، وضعیت له کنترول وتلی، مسوولینو فیسبوک ته مخه کړې او ګومارنې د پیسو په بدل کې کوي.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ وايي: « زه هېله لرم،چې افغان حکومت هرڅومره ژر چې کېږي، د جګړې مدیریت لپاره یوه پوځي شورا جوړه کړي. »
د مشرانو جرګرې غړی اصف صدیقي وايي: « د فساد مخنیوی وکړئ، د خپلو جیبونو له پاره کار مه کوئ. په دې اساسو شرایطو کې د هېواد له پاره کار وکړئ. هېواد د سقوط په حالت کې دی، خو متاسفانه دوی اوس هم غلا او فساد کې لګیا دي.»
سناتوران د وروستیو تغیراتو او تبدیلاتو هرکلی کوي،خو غوښتنه لري، چې ټول دې خپل ملیتوب ثابت کړي.
د مشرانو جرګې غړي په امنیت شورا نیوکې کوي،چې نه پرېږدي امنیتي مسوولین د جګړې کرښې ته لاړ شي، ځان له وضعیت باخبره کړي، بلکې دلته یې په ارګ کې مصروف ساتي.
دغه راز سناتورانو په تکتیکي شاتګ او پر اطلاعاتي راز هم نیوکه وکړه،چې ګنې د طالبانو له لوري د ولسوالیو لړۍ ورځ تر بلې پراخه کېږي،خو دوی لا هم د تکتیکي شاتګ نوم ورکوي.