د یاد وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، په روغتونونو کې د کورونا وبا له ناروغانو بسترونه ډک او د ناروغانو شمېر ورځ بلې ته زیاتېږي.
مجروح وايي، که خلک همکاري ونه کړي، د کورونا وبا ګواښ او مړینه به د پام وړ زیاته شي.
مجروح زیاته کړه: « وېروس په ټول هېواد کې خپور شوی دی. د وېروس خپرېدل ډېر زیات شوي. د وېروس له امله مړېنه هم د پام وړ زیاته شوې. درېیمه څپه خورا ګواښوونکې ده. ناروغان اکسېجن ته ډېره اړتیا پیدا کوي. »
په وروستیو کې د کورونا وبا له امله د مړینې شمېر د زیاتوالي لامل د آکسیجن کمښت په ګوته شوی دی.
په ورته وخت کې مجروح وايي، د اکسیجن تقاضاء زیاته، خو د وزارت ظرفیت کم دی.
مجروح وايي:« د روغتون فعاله کول د حل لاره نه ده. دا څو دلیلونه لري. یو د بستر برخه کې د عامې روغتیا وزارت ستونزه نه لري. موږ د اکسیجن په برخه کې که تر دې بسترونه زیات کړو، ستونزې سره مخ کېږي.»
عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا ګواښ اوج کې دي او تر ټولو په سخت حالت کې قرار لرو، که خلک همکاري ونه کړي، لېرې نه ده،چې د روغتونونو په انګړونو کې به هم پر کورونا وبا د اخته ناروغانو لپاره ځای نه وي او سړکونه او کوڅې به ترې ډکې شي.
دغه راز یاد وزارت وايي، که د مثبتو پېښو او مړینې ګراف په همدې بڼه لوړ وي اړ دي،چې وضع شوي محدودیتونه نور هم وغځوی کړي.
د وزارت د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۰۳ زرو پورته شوی او ۴ زره ۲۱۵ کسان ترې مړه شوي دي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۸۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.