د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، جو بایډن له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د جون میاشتې په ۲۵ مه نېټه ملاقات کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ويلي، ولسمشر بایډن به د راتلونکې جمعې ورځ ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ته په سپینه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي، چې د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار ګډون څرګند کړي.
اعلامیه کې لیکل شوي، امریکا ژمنه ده چې، د افغان ښځو په ګډون افغانانو ته ډیپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې امریکا د سولې بهیر کلک ملاتړ کوي او ټولې افغانې ډلې هڅوي، چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو کې برخه واخلي.
خو لا کره مالومات نشته، چې بایډن به له ولسمشر غني او عبدالله سره د څه په اړه خبرې کوي او څه نوی پیغام به ورته رسوي.