د ارمنستان سرپرست لومړي وزیر نیکول پاشینیان په پرونیو تر وخت وړاندې پارلماني ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ.
لومړنۍ پایلې ښیې، چې د پاشینیان ګوند بریا خپله کړې، خو د اپوزېسیون اتحاد د ټاکنو پایلې نه مني او په خبره یې درغلۍ په کې شوي دي.
د پرونیو ټاکنو د درې پر څلورمه برخه شمېرل شویو رایو لومړنۍ پایلې ښيي،چې د پاشینیان د مدني تړون ګوند ۵۵،۶ سلنه رایې خپلې کړي دي.
د یادو پایلو له مخې د پخواني ولسمشر په مشرۍ د ارمنستان اتحاد یوازې ۲۰ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.