چاودنه تیره شپه نهه بجې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند شهید کلي په یوه دوکان کې را منځته شوې ده.
ځايي مسوولینو ویلي، چاودنه په یو دوکان کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې او دوکان کې ناست ټول ۸ کسان مړه شوي دي.
د سپین بولدک ډاکټران وايي، د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي.