د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د خپل هېواد ملي جرګې ته ویلي، پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار او کټارو ځای پر ځای کولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوي او پاتې کار به یې هم په راتلونکو۱۰ ورځو کې بشپړ شي.
په ورته وخت کې احمد له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، راتلونکې دوه یا درې میاشتې هم د پاکستان لپاره ډېرې مهمې دي.
پاکستان داسې مهال پر ډيورنډ فرضي کرښه د خپل کار پای ته نږدې کېږي،چې افغانستان له هر وخت زیات له کورني اړودوړ سره مخ دی.
پاکستان د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په مارچ میاشت کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د ازغن تار تېرولو کار پیل کړی.