د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر امنیتي او دفاعي مسوولینو نیوکې کوي، چې د کمزورې رهبرۍ له کبله یې یو شمېر ولسوالۍ ونه شوې ساتلی.
دوی وایي، پر وخت د سرتېرو نه اکمالول او له کلابندۍ نه اېستل دوه هغه لاملونه دي،چې افغان ځواکونه پوستې وسله والو ته پرېږدي.
د ولسي جړې غړی عباس ابراهیم زاده وايي: « د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت هغه شان سوق او اداره او د جګړې لپاره یې چمتوالی،چې باید لرلی وای،دوی نه درلود. هره ولسوالۍ کې دوی له ۵ یا ۱۰ پولیسو زیات نه درلودل. په ورته وخت کې طالبانو پر ولسوالیو باندې برېدونو ته زور ورکړ او هغه ۵ یا ۱۰ کسان چې هلته ول، دفاع یې نه شوی کولائ او اړ کېدل، چې شاتګ وکړي. »
د پوځي چارو شنونکی ثمرسادات وايي: « دا د افغانستان حکومت او خلکو ته ښه خبر نه دی. د یوې ولسوالۍ له لاسه وتل د یوې ودانۍ او د پولیسو دوو پوستو له لاسه ورکولو په مانا نه دي. د یوې ولسوالۍ له لاسه وتل د یوې جعرافیې له لاسه ورکول دي.»
د طالبانو لاسته لوېدلو ولسوالیو یو شمېر یې پرته له مقاومته پرېښودل شوي او ځنې بیا له اوږدې کلابندۍ وروسته نیول شوي، خو د ولسوالیو او پوستو د پرېښودو لپاره د قومي او سیمه ییزو مشرانو منځګړیتوب بیا نوې څه دي،چې له نیوکو او غبرګونونو سره مخ دي.
د ولسي جګړې غړی عباس ابراهیم زاده وايي: « د سیمې مشرانو له طالبانو او حکومت دواړو سره اړېکې لري. د دې لپاره، چې اقتصادي زیان ورته ونه رسېږي، غواړي، بې له جګړې او وېنې توییدنې پولیس طالبانو ته پوستې پرېږدي.»
د ولسي جرګې غړی اسماعیل اتیکان وايي: « زما په اند طالبانو ته د ولسوالۍ پرېښودل امنیتي راز نه، بلکې د طالبانو فشار دی. دولت د دې توان نه لري، ځکه په لوړو پوستونو کې یې داسې کسان ګومارلي، چې هغوی نه شي کولی، جګړه مخ ته یوسي. »
په پرله پسې توګه د ولسوالیو او امنیتي پوستو د طالبانو لاسته لوېدل پر حکومتي مشرانو د خلکو نیوکې زیاتې کړي،خو د ولسمشر لومړي مرستیال د زابل شینکۍ ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول اطلاعاتي راز بللی او په وینا یې، نه غواړي څوک پرې پوه شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي: « د ملي اردو ځواکونو د څرنګوالي له مخې، د زابل شینکۍ ولسوالۍ یو اطلاعاتي راز دی. په دغسې حالاتو کې اړتیا نه شته،چې هغه عملیاتي محرمیت د بیان ازادۍ په نوم افشاء شي او دښمن له هغه ګټه پورته کړي.»
یوازې د شنبې په ورځ جګړو کې وسله والو طالبانو د شپږ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، خو ملي دفاع وزارت په دې اړه څه نه وايي او له خبرو کولو ډډه کوي.