د بښنې نړيوال سازمان د ايران نوی ټاکل شوی ولسمشر، ابراهيم رئيسي تورن کړی، چې په ۱۹۸۸ کلونو کې يې بشر ضد کړنې تر سره کړي او بايد تر څېړنو لاندې ونيول شي.
د راپورنو له مخې، ابراهيم رئیسي د هغه پلاوي غړی او د تهران څارنوالۍ مرستيال و، چې په ۱۹۸۸ کال کې د روح الله خميني پر لارښوونه يې ډېر شمېر سياسي بنديان اعدام کړل.
د امريکا په نيويارک ښار کې مېشته د بشر حقونو يوه ډله هم وايي، ايراني چارواکو په داسې حال کې ابراهيم رئيسي ته د ولسمشر کېدو زمينه برابره کړه، چې په ګڼ شمېر بشر ضد کړنو کې دخيل ګڼل کېږي.
ابراهيم رئيسي، چې د ايران په ولسمشريزو ټاکنو کې يې د مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي ملاتړ له ځانه سره درلود، په دغو ټاکنو کې له ۱۷ ميليونه زياتې رايې خپلې کړې او د ولسمشر په توګه اعلان شو.