Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سیاسي شنونکي:د القاعدې په اړه د امریکا وروستۍ څرګندونې له واقعیت لرې دي.

admin by admin
2021/06/19

 د سیاسي چارو شنونکي د دوو کلونو په اوږدو کې د روانې جګړې پر سیاسي حل ټینګار کوي او وايي، که طالبان ونه غواړي، القاعده بیا ځلي د امریکا متحده ایالتو لپاره په ګواښ نه شي بدلېدلی.

سره له دې چې امریکا له افغانستانه د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو پرېکړه کړې، خو لا هم په دې خاوره د القاعده او نورو تروریستي ډلو د سر راپورته کولو او ګواښونو په اړه  اندېښمنه ده.

 د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین چې د امریکا مشرانو جرګې استماعیه غونډې ته یې وینا کوله او د کانګرس غړو پوښتنې یې ځوابولې افغانستان کې یې د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په تړاو اندېښنه ښودلې.

لوییډ اسټین ويلي، د دې امکان شته چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دوو کلونو په موده کې القاعده بیا منظمه او امریکا ته ګواښ پېښ کړي.

اسټین زیاته کړې: « زه دا ويلی شم،چې دا ګواښونه متوسط دي، زه دا هم ويلي شم، چې د دې وړتېا پيدا کول به هم دوه کاله وخت ونيسي.»

د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان مارک میلي هم د دفاع وزیر د خبرو په تائید سره ویلي، که حالت  کې بدلون راځي،نو بیا دا ګواښ لوړېدی شي.

مارک میلي وايي:« که چېرې مالوم څه لکه د حکومت سقوط رامنځته شي يا افغان ځواکونه منحل شي، په هغه صورت کې يې احتمال زيات شته،خو په اوس مهال کې دا ګواښ کم دی.»

تر ډېره دا اندېښنې له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو د وتلو په تړاو دي، خو په کور دننه د روانې جګړې پر ختمېدو ټینګار زیات دی،چې ورسره هېواد کې د القاعده او نورو وړو تروریستي ډلو ګواښ ختمېدی شي.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالستار سعادت وايي: « د دې چانس به ډېر کم وي،چې راتلوونکې کې به  له افغانستانه القاعده پر امریکایانو باندې برېد وکړي. طالبان به هم القاعدې ته نور دا فرصت ورنه کړي او د امریکایانو بېرته راستنېدل به هم ډېر کمزوری احتمال ولري. خو له دې ټولو سره سره بیا هم امریکایان دا احتیاط نه پرېږدي. د هغوی دفاع وزیر څرګندونې، چې القاعده ښايي دوو کالونو کې بېرته ځان راجوړ کړي، د دوی زیات احتیاط دی، خو واقعیت ته نږدی نه دی.»

 د سیاسي چارو شنونکی عمر ساپی وايي: «  که چېرې دا جګړه د دوو کالونو په لړ کې ګټونکی ونه لري. دا جګړه به بیا کورنی اړخ ونیسي او بیا به پر یوې غیر منظمې نیابتي جګړې بدله شي.  دا به بیا هغه وخت وي،چې درېیمې قوې ته او وړو، وړو لوبغاړو ته لکه القاعده، داعش او داسې نورو ډلو ته به زمینه برابره کړي.  »

بل لور ته بیا د امریکا په ورته څرګندونو شکونه موجود دي او ویل کیږي،چې امریکا یوازې خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره ورته څرګندونې کوي.

سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د ګواښونو په تړاو اندېښنه ښودلې، له بل لوري افغانان د کورنۍ جګړې له پیل ویره لري او دا وېره هغه مهال زیاته شوه،چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د بشپړ وتلو پرېکړه وکړه.

خو د امریکا د مرکزي قواوو قوماندان مارک میلي وايي، امریکا به د افغانستان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري

فبروري 11, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه
افغانستان

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

فبروري 11, 2026
جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه
افغانستان

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي
افغانستان

د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist