Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د صنعت او سوداګرۍ خونه: روانې جګړې سوداګرۍ زیانمنې کړي.

admin by admin
2021/06/19

د صنعت اوو سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وایي، وروستۍ جګړې د صادراتو او وارداتو کچه ټيته کړې او د  ډیری سوداګرو کاروبار پر ټپه درولی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال  یونس مومند زیاته کړه:« وروستیو درې څلور کالونو کې یو شمېر سوداګر له هېواده وتلو ته اړ شوي. لامل یې اختطاف او ناامنۍ دي.هڅه باید شوې وای،چې د سوداګرو له  تلو مخنیوی شوی وو. د ازبکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو زموږ پر مخ خپلې دروازې پرانېستي دي.»

 سوداګر او کاروباریان هم مني، چې روانې نا امنۍ او جګړې یې پر کاروبار اغیز کړی او اندېښنه لري،که حالت همدا شان دوام پيدا کړي، لېرې نه ده چې یو شمېر سوداګر او پانګوال خپلې پانګې بهر ولېږدوي.

سوداګر نجیب الله عرب  وايي:« اوس حالت ښه نه بلکې ډېر خراب   دی. سوداګر ډېر کمزوري شوي. پخوا مو چې کوم مالونه  راوړل او کوم کاروبار مو درلود، اوس هغه شان نه دی. هغه کسان چې موږ سره یې کار کاوه، وړاندې سل سلنه وه،خو اوس ان ۳۰ سلنه ته راښکته شوي. زموږ کارونه اوس له سقوط سره مخ دي. »

 خو د سوداګرۍ وزارت بیا دا نه مني،چې د نا امنیو له امله دې دوی سره داسې اسناد شریک شوي وي،چې سوداګر له هېواده پانګه وباسي او هېواد  پرېږدي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وايي: « د سوداګرۍ وزارت هېواد کې ټولو داخلي او بهرنیو پانګونه والو ته سهولتونه برابر کړي دي. له موږ سره  تر اوسه پورې د جګړو له امله د  پانګې وتلو په اړه څه نه دي شریک شوي.»

د یو شمیربنسټونو د مالوماتو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو یوازي افغان سوداګرو تر یو میلیارد پورې ډالر له هېواده ترکیي ته لېږدولې او هلته یې پانګونه کړې ده.

د سوداګرۍ خونه وایي٬ ګڼ شمېر سوداګرو او پانګوالو وروستیو دوه کلونو کې خپله پانګه له هېواده اېستلې او ځنو بیا کاروبار په ټپه درولی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist