د بادغیس د ولایتي شورا غړی ناصر نظري وایې، د دې ولایت سلګونه اوسېدونکو مرکز قلعه نو ښار کې د وسلې په پورته کولو سره له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
د نظري په وینا، دغو کسانو کې د ولایتي شورا او په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي او قومي مخور هم ګډون لري.
هغه وایې، یادو کسانو ډاډ ور کړی، چې د اړتیا په صورت کې به د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي.