دا په تېرو ۵ کلونو کې د چین لومړی فضایي ماموریت دی، چې په ښکاره له امریکا سره د سیالۍ په موخه ترسره شوی دی.
دا فضایي بېړۍ نن سهار د چین له شمال لویدیځې څنډې وتوغول شوه، چې ستور مزلي یې ټول نارینه دي.
چین کې د فضایي پروګرام چارواکي وایي، دا ماموریت تر دې مهاله بریالی دی، خو زیاته کړې یې ده، چې دوی لا ستونزمن کارونه په مخ کې لري.
ټاکل شوې، چې دا ستور مزلي ۳ میاشتې په فضا کې پاتې شي