د هرات شهیدانو او معلولینو چارو آمر عزیز احمدي پوپل وايي، هرکال د جکړو له امله د معلولو کسانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راځي.
پوپل وايي، د روان کال له پيله تر اوسه پورې یې شااوخوا ۳۶۲ تنه معلولین ثبت کړي، چې دا د تېر کال پرتله لوړ ارقام دي.
پوپل زیاته کړه: « له بده مرغه د معلولینو او شهیدانو شمير د لوړېدو په حال کې دی. موږ تېر کال ۱۶۰ کسان ثبت کړي ول،خو سږ کال مو تر اوسه پورې شااوخوا ۳۶۲ پوځي معلولین ثبت کړي دي. دا شمېرې د دې ښوونه کوي، چې د معلولینو شمېر د زیاتوالي پر لور روان دی.»
دغه مرکز کې هره ورځ تر لسو هغه کسان راځي،چې د کورنۍ غړي یې وژل شوي یا هم ټپيان شوي دي.
د زیانمنو شوو کسانو د کورنۍ غړي نیوکه کوي،چې امتیازات یې په خپل وخت نه ورکول کېږي.
د هرات اوسېدونکی وايي:« دلته په سلګونه کسان ولاړ دي، خو څوک نه شته چې غږ يې واوري. له تاسو مو غوښتنه دا ده، چې غږ مو تر چارواکو ورسوئ. »
سیمه ییز چارواکي هم مني،چې د شهیدان او معلولینو شمېر ډېر شوی،خو ژمنه یې داده،چې د امتیاز ورکولو لړۍ به یې ګړندۍ کړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي: « له بدغه مرغه جګړې د دې لامل شوي،چې د معلولینو شمېر لوړ شي. زموږ د سیمه ییزې ادارې پالیسي دا ده،چې له معلولینو ملاتړ وکړو. »
افغان حکومت د وژل شویو سرتېرو کورنۍ ته د میاشتې ۵ زره افغانۍ تنخوا ورکوي،چې د کورنیو غړي یې کمې بولي.
په هرات کې ۳ زره اوه سوه هغه معلولین له حکومت سره ثبت شوي،چې په جګړه کې زیانمن شوي دي.
د جنګي معلولینو ترڅنګ هرات کې د طبیعي معلولینو شمېر هم ۳۵۰۰ تنو لوړ شوی،چې له سخت حالت سره مخ دي.