د ننګرهار ولایت په پچير اګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیاتو پر مهال د پاکستانيانو په ګډون ۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د رسنیو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، عملیاتو کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
بريدونو کې د طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو لطف الرحمن مشهور په طوفان او مولوي رياض الله مشهور په حقاني سربیره یو شمېر نور وسله وال هم ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي،عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او ۴ کړۍ ماینونه چې وسله والو ځای پر ځای کړي وو، هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې دې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.