د امریکا او روسیې ولسمشرانو پرون په جینوا کې تر درې ساعته خبرو وروسته هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونو ته به سفیرانبېرته ورګرځي.
دوی دغه راز منلې، چې پر سایبري بریدونو او د وسلو پر کنټرول به هم خبرو ته دوام ورکوي.
له غونډې مخکې که څه هم ویل کېدل، چې کومه پایله به ونه لري، خو پوټین یاده لیدنه ګټوره او جو بایډن بیا مثبته یاده کړې ده.
یاده لیدنه کې د پوتین کلک مخالف الیکسي ناولني پر موضوع هم خبرې شوي خو پوتین د هغه زنداني کولو پخلی کړی دی.
دا د دواړو ولسمشرانو ترنځ لومړنی غونډه وه، چې د امریکا لخوا پکې سوریه، اکراین، سایبري بریدونه، ټاکنو کې لاسوهنه او روسیه کې د امریکایي بندیانو پر برخلیک خبرې شوي.