د کندز امنیه قوماندان فرید مشعل وايي، پرون شپه افغان ګډو ځواکونو د خان اباد ولسوالۍ ودانۍ، بازار او درې کلي له وسله والو طالبانو نیولي دي.
د مشعل په خبره،په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو مشر قاري هاشم په ګډون ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او وسلې او مهات یې ترې پاتې شوي دي.
خان اباد ولسوالۍ شااوخوا ۳ ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه.