د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي، که افغان دولت له طالبانو سره اساسي مذاکرات پیل کړي، نو په دې صورت کې د افغان سولې کیلي په کابل ده.
ضمیر کابلوف دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت له ۹۰ مې لسیزې سره پرتله کړی دی.
کابلوف زیاته کړې،چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان حکومت په هغه اندازه پیاوړی وي، لکه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د داکتر نجیب حکومت.
خو ډېری سیاسیون او کارپوهان بیا په دې باور دي،چې د افغان سولې کیلي له پاکستان سره ده او تر هغې چې پاکستان رېښتونی نه شي، د سولې او ثبات راتګ به ستونزمن وي.