د کورنیو چارو وزارت وايي، د انجیل ولسوالۍ په نو اباد سیمه کې وسله والو د یوې کورنۍ پر غړو هغه مهال ډزې کړي، چې د یوه پارک دننه د شپې ډوډۍ ته ناست وو
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پېښه کې ۲ مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی او د همدې کورنۍ ۱۱ غړي نور ټپيان شوي دي.
بل پلو د هرات حوزوي روغتون مسوولین وايي، د پيښې له ځایه ۳ جسدونه او ۱۱ټپيان ور وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه پوررې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.