د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون له شمېر ځوانانو سره د لېدنې پر مهال ویلي، ګڼ لاملونه شته،چې افغان امنیتي ځواکونه ځينې ولسوالۍ او سیمې طالبانو ته پرېږدي.
عبدالله ویلي، په پرلپسې ډول د طالبانو له خوا د ولسوالیو نیول کېدو خلک اندېښمن کړي او په خبره یې، دا د یوه منظم پلان برخه نه ده.
هغه زیاته کړې، هغه څرګندونې سمې نه دي،چې ګواکې یو شمېر سیمې د یوه پلان له مخې طالبانو ته پرېښودل کېږي.
د عبدالله په وینا، دې چارې خلک پر حکومت بې باوره کړي او په خبره یې د خلکو د نارضایتۍ ختمولو لپاره اصلاحاتو او اړینو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.