د اسرائیلو پوځ وايي،د حماس ډلې بالونونو ته په غبرګون کې يې پر غزې تړانګه هوايي بريدونه کړي دي.
دوی زیاتوي،برېدونو کې یې د غزې ښار او خان يونس سوېلي ښارګوټي کې د حماس مرکزونه په نښه کړي دي.
بل پلو حماس بيا ګواښ کړی،چې دوی به هم خپل مقاومت ته دوام ورکړي او د اسرائيل هوايي بريدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
دا د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تر ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته، د اسرائیلو له خوا لومړنی برید دی.