د ملي امنیت ۰۳ قطعې ځانګړو ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون، ۱۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې.
ځانګړي ځواکونه وايي، چې تېره شپه یې د پنجوايي ولسوالۍ په زلخان، صلوات او جمراسي سيمو کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د طالبانو له لورې یادې ولسوالۍ ته ټاکل شوی ولسوال “حاجي موسا اکا” او یوه طالب قوماندان “حاجي صدیق” په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
سرچینه زیاتوي، چې یادو عملیاتو کې د طالبانو زیات شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي او د هغوی د اوسېدو خونې يې هم له منځه وړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.