کابل ښار اتمې حوزې اړوند سيمه کې له يو شمېر هټیوالو دوو حوزو د جريمې پېسې اخېستي.
پر هټیوالو له دې امله جريمه لګول شوې،چې د پلې لار یا پياده رو يوه برخه يې بنده کړې ده.
هټيوال وايي،جریمه مني،خو په خبره یې دومره وس نه لري،چې په يوې سيمې کې دې دوو حوزو ته جريمې ورکړي.
د اتمې حوزې یو هټیوال وايي: « ۱۶ حوزې ټولې ایسکریم خانې درې – درې زره افغانۍ جریمه کړې. له موږ یې د جریمې پیسې نغدې واخېستې.»
په جريمه پاڼه ليکل شوي،چې پېسې يې بايد په يوه دولتي بانک کې جمع شي، خو د ښاروالۍ کارکونکي دا پېسې په نغدي توګه اخلي،چې يو شمېر هټیوالو ته یې اندېښنې پېدا کړي،چې پېسې د دولت پرځای شخصي جېبونو ته ځي.
هټيوال وايي: « له موږ د کابل ښاروالۍ کارکوونکو ۳ زره افغانۍ جریمه واخېستله. موږ نه پوهېږو،چې دا پیسې به دولتي بانک ته ورسېږي او که نه. موږ په دې اړه نه پوهېږو.»
خو د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا د شفافيت خبره کوي او ډاډ ورکوي،چې د جريمو له لارې عوايد د دولت خزانې ته ځي.
رسا زیاته کړه: « که د کابل ښاریان په دې اړه شمکن وي، چې پېسې به یې شخصي جیبونو ته تللي وي، دوی کولائ شي،چې اړوندې حوزې ته مراجعه وکړي. حوزه به دوی ته اسناد ورکړي. »
له ښاروالۍ سربېره د ټرافيکو په جريمه پاڼو هم نيوکې دي که په بانکونو کې جمعه نه شي د فساد مخنيوی به ستونزمن وي.