هندي چارواکي وایي، په شمال ختیځ میزورام ایالت کې د زیانا چانا په نوم هغه کس مړ شوی،چې ۳۹ ښځې او ۹۴ اولادونه یې لرل.
چانا په خپلې سیمې کې د عیسویست د بلکمور طریقې مشر و،چې نارینوو ته د ډېرو ښځو سره د واده کولو اجازه یې ورکوله.
چانا د خپل ایالت په یوې لېرې پرتې سیمه کې په یوې لویې څلور پوړېزې ودانۍ کې،چې ۱۰۰ خونې یې لرلې، ژوند کاوه.
د ځايي رسنیو راپورونو له مخې،دا کورنۍ ۱۶۷ غړي لري او په نړۍ کې تر ټولو لویه کورنۍ بلل کیږي.
کاناډا کې بیا د وینسټن بلکمور ډلې مشر چې نارینوو ته د ډېرو ښځو سره د واده کولو اجازه ورکوي، ۲۷ ښځې او ۱۵۰ اولادونه لري.