ځايي سرچینه وایې، د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ او نورې څانګې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، اوبه ولسوالۍ کې طالبانو سره جګړه کې شاوخوا پنځوس سرتېري ټپیان شوي، چې حکومت یې تر اوسه د انتقال لپاره هېڅ کوم اقدام نه دی کړی.
یاده سرچینه وایي، امنیتي ځواکونه هلته د اردو په یوه کمپ کې ځای پرځای شوي او په یاد کمپ باندي هم څو ورځې کېږي، چې جګړه روانه ده.
سرچینه زیاتوي، چې د اوبه ولسوالۍ امنیه قومندان هم طالبانو ژوندی نیولی دی.
اوبه کې کلابند سرتېرو د نوم نه ښودلو په شرط وایې، که چېرې کومکي ځواکونه ور ونه رسېږي، پاته سرتېري به هم تسلیم شي.
د هرات والي سید وحید قتالي تیره ورځ ویلي وه، چې اوبه ولسوالۍ کې امنیتي سرتېري مقاومت کوي او طالبانوته یې مرګ ژوبله اړولې ده.