د ناټو سازمان سرمشریزې له افغانستان څخه په څلورو برخو کې د دوامداره ملاتړ په ګډې هوکړې پای ته ورسېده.
د ناټو ۳۰ غړو هېوادونو په یاده سرمشریزه کې هوکړه کړې، چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته به د کابل له هوايي ډګره مالي ملاتړ او ساتنه کوي.
د ناټو سرمنشي، چې له سرمشریزې وروسته یې خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، د ځواکونو له وتلو وروسته به له افغانستانه د ناټو ملاتړ دوام ولري.
ینس سټولټنبرګ وویل، ناټو د افغان ځاکونو مالي ملاتړ، له افغانستانه بهر د افغان ځواکونو روزنې، دوامداره غیر پوځي حضور او د کابل هوايي ډګر په څېر د مهمو بنسټونو مالي ملاتړ او ساتنې ته ژمن دي.