د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن ناټو غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده.
بایډن ویلي، ټولو لورو ټینګار کړی،چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز به له افغان ځواکونو هم د دوی ملاتړ دوامداره وي.
بایډن زیاته کړې، ټول غړي هېوادونه ټینګار کوي،چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي، د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
د ناټو غړو هېوادونو ویلي، له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي، خو په دې اړه تر دې ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.