د فرانسې ولسمشر ايمانول ماکرون وايي، له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان يې ډاډ تر لاسه کړی، چې انقره ليبيا کې کرايي وسله وال نه غواړي.
ماکرون وايي، هوکړې ته رسېدلي، چې ليبيا کې د پيسو په بدل کې جنګېدونکو وسله والو پر بهر کولو کار وکړي.
هغه زیاته کړه، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان غواړي،ليبيا کې بهرنۍ مليشې او کرايي جنګيالي ژر تر ژره له دغه هېواده بهر شي.
دا خبرې د فرانسې ولسمشر له خپل ترکي سيال سره تر مخامخ ليدنې وروسته رسنيو سره د خبرو پر مهال وکړې.
ليبيا کې د جګړې پر سر د ناټو د دغو غړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له تېر يوه کال راهيسې خرابې شوې وې.