افغانستان په همدې موخه یو لوړپوړی پلاوی استولی چې د چک او سلواک له سوداګرو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د چک هېواد لومړي وزیر له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی.
د چک لومړي وزیر کارل هاولیڅک ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.
نوموړي دغه راز ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
ویل کېږي، د افغانستان کانونه، کرنه او معاصر تولیدات هغه سکټورونه دي، چې د چک او سلواک پانګه وال په کې پانګونې ته لېوالتیا لري.