ځایي سرچینې وايي، د دغې ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت مدیریت او له نورو ټولو دولتي ودانیو څخه حکومتي ځواکونه د ملي اردو یوه کمپ ته تللي او هلته د طالبانو له لورې محاصره شوي دي.
سرچینې زیاتوي، ښايي د سپینږیرو او د سیمې د اوسېدونکو په منځګړیتوب بند پاتې سرتېري طالبانو ته تسلیم شي او یا هم د وتلو لاره ورکړل شي.
طالبانو هم ویلي، چې دغه ولسوالۍ یې نیولې او یو شمېر سرتېري یې د دوی له لوري په یوه کمپ کې محاصره شوي دي.
که خاص اروزګان هم طالبان ونیسي، دې سره به له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دغه ولایت کې درېیمه ولسوالي وي، چې د طالبانو له لورې سقوط کېږي.
تېره اوونۍ کې د اروزګان دوه نورې ولسوالۍ “ګیزاب او چنارتو ” هم طالبانو نیولې وې.