طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې نن سهار یې د صیاد ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ نیولي او په دې ډول یې د یادې ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې صیاد ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال ۴۵ دولتي ځواکونه او ۲ طالبان وژل شوي او یو شمېر دولتي ځواکونه ژوندي نیول شوي دي.
د سرپل د صیاد ولسوالۍ سقوط کېدل تر دې مهاله دولتي سرچینو نه دی تایید کړی.
طالبانو دوه ورځې وړاندې د سرپل سوزمه قلعه ولسوالۍ هم سقوط کړې وه.