د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هغه سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي، په وینا یې طالبانو په یوې «بارکې لارې» پر مختګ کړی دی.
صالح نن پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، هغه څوک چې له طالبانو سره جګړه کې بلد دي، پوهیږي،چې دغه د بارکې نقطې پرمختګ به طالبانو ته په هدیرې بدل شي.
صالح دا خبرې داسې مهال کوي،چې په دې وروستیو کې له ځينو ولسوالیو د افغان ځواکونو د تکتیکي شاتګ خبرونه ورکړل شوي دي.