د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۸۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد وزارت وایي،د کورونا وبا له امله د نویو مړینو سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۶۱۲ ته لوړ شو.
دغه راز بیا په همدې موده کې ۱۵۹۷ کسان پر کورونا وبا اخته شوي،چې دې سره پر وبا د اخته کسانو شمېر ۹۱ زره او ۴۵۸ ته ورسېد.
د کورونا وبا درېیمه څپه په افغانستان کې په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې ده او روغتیا پالان یې سخت اندېښمن کړي دي.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۵ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۷۹ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي