پرون ورځ د کابل ښار شپږمې او دیارلسمې امنیتي حوزو اړوندو سیمو کې دوه جلا جلا چاودنو ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
دغه چاودنې پرون مازیګر څلور بجې د ملکي وګړو پر ټونس ډوله موټرونو تر سره شوې.
کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنو کې ۷ ملکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د وزارت په خبره، وژل شویو کسانو کې د طیبه موسوي او فاطمه محمدي په نومونو د افغان فلم دوه ښځینه کارکوونکې هم شاملې دي.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.