چارواکي وايي، چاودنه د مرکزي هوبي ولایت د شي یان په ښار کې شوې.
دوی زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۳۷ نور ژوبل دي.
د چارواکو په خبره، چاودنې ته څېرمه ودانۍ او کورونه هم ړنګ شوي دي.
د پېښې دقیق لامل تر اوسه پورې څرګند نه دی او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.